IQNA

 د صهیونیسټي رژيم د پارلیمان مخې ته په زرګونو اسرائيلیانو ستره مظاهره وکړه

5:33 - March 28, 2023
د خبر لمبر: 3487100
ایکنا-(تهران) دصهیونیسټي رژيم د افراطي کابینې د مخالفانو د اعتراضونو دوام لامل شوی څو بینیامن نتن یاهو د قضائي اصلاحاتو له ترسره کیدا لاس په سر شي،البته په نیواکي ټاټوبو کې داخلی شخړې او ترینګلتیاوې لاپسې په پراختیا دي .

ایکناد شهاب نیوز له قوله راپور راکړ،د صهیونیسټي رژيم لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو د هغو قضائی اصلاحاتو د تصویبولو ځنډولو ته مجبوره شوی دی چې په همداروسوتیو کې ئې په درستو نیواکي ټاټوبو کې سخت غبرګونونه راپارولي دي.

په راپور کې وئيل شوي دي،ددغو بدلونونو په دوام کې په لسګونو زره اسرآئيلیان پرون مازدیګر په نیواکي قدس کې د صهیونیسټي رژيم د اپوزیش لوري د مشرانو په غوښتې د صهیونیسټي پارلیمان کنسټ په وړاندې غونډ شول  او پر نتن یاهو او دهغه په کابینې ئې سخت ټکونه وکړل.

عبری رسندوئي سرچینو همداراز  پارلیماني ودانۍ ته د زرګونو مظاهره چیانو د ننوتوخبرهم ورکړ.په تل ابیب کې هم صهیونیسټان واټونو ته وتلي  او سړکونه ئې بند کړي دي او د اسرائيلو پولیس  هم په قدس  کې تیارسی شوی  او وئيل کیږي ، چې په حیفا اوبئر السبع  ښارون وکې  کې په لسګونو زره صهیونیسټان  په مظا هرو کې  چغې پورته کوي.

داپه داسې حال کې دي چې  په درستو نیواکي ټاټوبو کې  صهیونیسټانو  دخدمت رسونکو ادارو   د کارمندانو  کاربندیز  هم پیل شوي او په دغو سیمو کې ئې ژوند  ګډوډ کړی دی.

د  صهیونیسټي رژيم  داپوزیشن مشر یائير لاپيډ په نیواکي قدس کې د اسرائيلی مظاهره چیانو  په مینځ کې پخپلې وینا کې دوي ته په خطاب کې ووئيل، تر څو چې اسرائيل د قانون په اساس اداره نشي ، خپلو مظاهرو ته به دوام  و رکړي.

په نیواکي ټاټوبو کې د قضائي اصلاحاتو د مخالفانو له مظاهرو سره په یووخت ددغو اصلاحاتو ځیني زوړپالو ملاتړو هم ددغه جنجالی پلان په ملاتړ کې د مظاهرو غوښته کړې ده او دنیواکګررژيم پولیس هم  د مخالفانو او موافقانو ترمنیخ د نښتې او اخ و ډب د پيښیدا د مخنیوي لپاره تیارسی شوي دي.

په عین حال کې د بینامین نتن یاهو   د قضائي اصلاحاتو په باب خپله وینا لغوه کړې او  بل وخت ته ئې ځنډولې ده او  پخپل یوه ټویټ کې ئې له ټولو اعتراض  کونکو غوښتي چې مسئولیّت منونکي دې ووسي  او تاؤتریخوالی ته دې  د نیواکي ټاټوبی له کاږلو ډډه وکړي.

 داپه داسې حال کې دي چې  سیاسی سرچینو وئیلي دي ،چې نتن یاهو  په واکمن ائيتلاف کې دګډون کونکو ګوندونو له مشرانو سره له کتنې وروسته د قضائي  اصلاحاتو د ځنډولو فیصله کړې ه او ټاکل شوې ده چې  په کنسټ کې په شتون سره دغه فیصله اعلان کړي.

https://iqna.ir/fa/news/4130184/%D

captcha